۰

د زمبابوې پر وړاندې راتلونکو سیالیو لپاره افغان لوبډلې وټاکل شوې

سی شنبه ۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۹
د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو درې نړیوالو یو ورځینو او درې شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې.
د زمبابوې پر وړاندې راتلونکو سیالیو لپاره افغان لوبډلې وټاکل شوې
د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو درې نړیوالو یو ورځینو او درې شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ نن سه شنبې د غبرګولي درېیمه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان لوبډله به د راتلونکې جون میاشتې په ۴مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، له دغه لوبو وروسته به د جون میاشتې په دویمه لسیزه کې د یاد هېواد پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې هم ترسره کړي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، چې د دغه لوبو لپاره یې دوه لوبډلې ټاکلې، چې تر ډېره په کې نوي او ځوان لوبغاړي لیدل کېږي.

بورډ د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبو لپاره حشمت الله شاهدي، رحمن الله ګربز، ریاض حسن، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یمین احمدزی دي.

د همدې لوبو لپاره په احتیاطي لوبغاړو کې نور احمد او نجات مسعود ته هم ځای  ورکړل شوی دی.
 
دغه راز د یاد هېواد پر وړاندې د راتلونکو شل اوریزو لوبو لپاره محمد نبي، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، احسان الله جنت، نجیب الله ځدراڼ، دروېش رسولي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، افسر ځاځی، راشد خان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او نجات مسعود غوره شوي دي.
 
د دې ترڅنګ ظاهر خان او سید احمد شیرزاد د شل اوریزو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.
 
کرکټ بورډ واايي، افغان لوبډله اوسمهال د کابل په ملي کرکټ لوبغالي کې پر خپلو تمریناتو بوخت ده او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې یاد هېواد ته سفر وکړي.
 
سرچینه زیاتوي، افغان لوبډله به د جون میاشتې په څلورمه، شپږمه او نهمه نېټه د زمبابوې پر وړاندې درې یو ورځنۍ او د همدې میاشتې په ۱۱مه، ۱۲مه او ۱۴مه نېټه درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
 
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو برخه دي چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه تر سره کېږي.
 
بورډ زیاته کړې، چې شل اوریزې لوبې هم راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي او د دغې بڼې په درجه بندې کې هم شاملې دي.
 
ټولې سیالۍ به د زمبابوې د پلازمېنې اړوند هرارې په هرارې سپورټس کلب لوبغالي کې ترسره کېږي چې یو ورځنۍ سیالۍ به د افغانسنان پر مهال د غرمې ۱۱:۴۵ بجې او شل اوریزې سیالۍ د افغانستان پر مهال د مازدیګر ۳:۳۰ بجې پیل شي.
 
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې تر اوسه درې لوبلړۍ ترسره کړې چې د ۹ سیالیو له منځه یې ۷ لوبې په خپل نوم کړې دي او اوسمهال د ۷۰ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۳ لوبډلو له منځه پنځم مقام له ځان سره لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي