۰

د یوناما مشرې له حامد کرزي سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي

چهارشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۴
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه ادارې یا یوناما مشرې دېبورا لاینز له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.
د یوناما مشرې له حامد کرزي سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه ادارې یا یوناما مشرې دېبورا لاینز له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي او مېرمن لاینز پرون سه شنبه د غبرګولي ۳ مه د ښاغلي کرزي په کور کې سره لیدلي او د شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان نجونو د زده کړو په تړاو هم خبرې کړې دي.

یوناما په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې د ښځو او نجونو د حقونو، د رسنیو د ازادۍ او د افغانانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې د هر اړخیزو خبرو په تړاو یې له یوه بل سره نظرونه شریک کړل.

د یادونې ده، چې مېرمن لاینز په کندهار او بلخ کې د ښخو او رسنیو له استازو سره تر لیدلې وروسته له ښاغلي کرزي سره لیدلي دي.

دیبور الاینز تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم د نجونو د زده کړې او د ښځو د حقونو په تړاو خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي