د هوا پېژندنې اداره: په ۲۹ ولایتونو کې به سخت تېز باد او دوړې وي

4 جوزا 1401 ساعت 14:34

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې به سخت بادونه او ګرد رامنځ ته شي.


د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې به سخت بادونه او ګرد رامنځ ته شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن چهارشنبې د غبرګولي ۴ مه ویلي، دغه بادونه او ګرد به سبا پنشنبې پیل شي او سرعت به یې په ساعت کې له ۳۰ تر ۹۰ کیلومتره پورې وي.

هغه ولایتونه چې د یادې ادارې په وینا باد او ګرد به کې راشي، کندز، مزار شریف، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، سمنګان، سرپل، جوزجان، غور، دایکندي، ارزکان، غزني، پکتیا، پکتیکا، بغلان، بامیان، پروان، تخار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، خوست او زابل ښودل شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150877

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150877/

جمهور
  https://www.jomhornews.com