۰

د هوا پېژندنې اداره: په ۲۹ ولایتونو کې به سخت تېز باد او دوړې وي

چهارشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۴
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې به سخت بادونه او ګرد رامنځ ته شي.
د هوا پېژندنې اداره: په ۲۹ ولایتونو کې به سخت تېز باد او دوړې وي
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې به سخت بادونه او ګرد رامنځ ته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن چهارشنبې د غبرګولي ۴ مه ویلي، دغه بادونه او ګرد به سبا پنشنبې پیل شي او سرعت به یې په ساعت کې له ۳۰ تر ۹۰ کیلومتره پورې وي.

هغه ولایتونه چې د یادې ادارې په وینا باد او ګرد به کې راشي، کندز، مزار شریف، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، سمنګان، سرپل، جوزجان، غور، دایکندي، ارزکان، غزني، پکتیا، پکتیکا، بغلان، بامیان، پروان، تخار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، خوست او زابل ښودل شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي