۰

کابل کې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې ځانګه پرانستل شوه

دوشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۲
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په کابل کې یې د افغانستان – ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه پرانیسته.
کابل کې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې ځانګه پرانستل شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په کابل کې یې د افغانستان – ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه پرانیسته.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزي زیاتوي، له دې مخکې په غیر رسمي ډول د ایران د سوداګرۍ له خونې سره اړیکې وې، خو په ګڼو برخو کې د ستونزو د هواري امکانات نه وو.

نوموړي زیاته کړې، چې ایراني سوداګر کابل ته راغلي وو او له دوی سره یې د یادې ګډې خونې په پرانیستلو او اړوندو مسلو بحث وکړ.

ښاغلي الکوزي هیله وښوده، چې د افغان او ایراني سوداګرو حقوقي او تخنیکي ستونزې به د ګډې خونې په همکارۍ هوارې شي.

الکوزي ایران په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک وباله او له ایران سره یې د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ کچه تر دوو میلیارد ډالرو یاده کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي