۰

اسلامي امارت د القاعده په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

دوشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۸
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د القاعده شبکې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور په کلکه رد او هغه یې بې بنسټه وباله.
اسلامي امارت د القاعده په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د القاعده شبکې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور په کلکه رد او هغه یې بې بنسټه وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې ادعا کړې، چې افغانستان کې القاعده او نورې بهرنۍ شبکې فعالې دي، او د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د اسلامي امارت له امیر شیخ هبت الله اخندزاده سره بیعت نوی کړی دی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۹ مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د امنیت شورا دغه راپور چې ګنې بهرنۍ ډلې په افغانستان کې فعالیت لري بې بنسټه دي.

اعلامیه کې ویل شوي، دوی نه یوازې دا چې دغه ډول راپورونه بې بنسټه بولي بلکې په کلکه یې ردوي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي د نوي حکومت په راتګ سره هېڅ بهرني هېواد ته تر دې دمه خطر نه دی جوړ شوی، ټولو ته د امنیت ډاډ ورکوي او دلته هېڅ راز بهرنۍ ډله حضور نه لري.

سرچینې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د مجهولو او نامعلومو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ دې راپورونه نه جوړوي او د دغه ډول بې بنسټه ادعاوو له خپرولو دې ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي