سورصلیب: افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ۴۷ سلنه لوړې شوې

21 جوزا 1401 ساعت 8:54

هېواد کې د خوراکي توکو له لوړېدو وروسته د سره صلیب مسوولین وايي، چې په کورنیو بازارونو کې د اوړو بیه ۴۷ سلنه لوړه شوې او ځينې کورنۍ یې د اخیستلو توان نه لري.


هېواد کې د خوراکي توکو له لوړېدو وروسته د سره صلیب مسوولین وايي، چې په کورنیو بازارونو کې د اوړو بیه ۴۷ سلنه لوړه شوې او ځينې کورنۍ یې د اخیستلو توان نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کمېټې ویاند لسین کريسټین ویلي، د بانکي سیسټمونو ناوړه اغېز، د نقدو پیسو نشتوالی، د ګټې له لاسه ورکول او په وروستیو میاشتو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیې لوړېدو پر خلکو اغېز کړی دی.

اوس د یوې بورۍ اوړو بیه چې تېرو کلونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغانۍ وه، په وروستیو میاشتو کې ۲۷۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

دغه راز غواړي، چې کال وړاندې په ۱۵ سوه و اوس تر ۳ زره افغانۍ اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمال ختيځو بازارونو کې چې د افغانستان د غلو سرچينه بلل کېږي، د يوه من غنمو بيه شاوخوا ٤٠٠ افغانيو ته رسېدلې وه، خو د غنمو د فصل په را رسېدو سره دغه بيه يو څه راټيټه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151375

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151375/

جمهور
  https://www.jomhornews.com