افغانستان او زمبابوې نن وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه کوي

24 جوزا 1401 ساعت 11:41

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ به د ۲۰ اوریزه سالیو د لړۍ وروستۍ لوبه نن تر سره شي.


د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ به د ۲۰ اوریزه سالیو د لړۍ وروستۍ لوبه نن تر سره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه د زمبابوې په کوربتوب په هرارې لوبغالي کې د افغانستان په وخت ۳:۳۰ بجې پیلېدونکې ده.

افغان لوبډله وایي، دوی دغه لوبې ته پوره چمتوالی نیولی او هڅه کوي، چې دا لوبه هم په خپل نوم کړي.

د یادونې ده، چې افغان لوبډلې د دغه سریز یا لوبلړۍ اوله او دویمه لوبه هم له زمبابوې ګټلې ده.

که چېرته نن هم افغانستان بریالی شي نو دا به د پنځوس اوریزه په څېر د ۲۰ اوریزه لوبلړۍ هم درې صفر له زمبابوې وګټي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151520

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151520/

جمهور
  https://www.jomhornews.com