سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د غبرګولي ۲۸ مه د زابل ولایت مرکز ته نېږدې نورک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي وایي، پېښه د یوه فیلډر موټر او ټېلر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د زابل د روغتیا د رییس په وینا ټپیان د زابل ولایت روغتون ته وړل شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل