افغان حکومت د برېتانیا پنځه تنه اتباع خوشي کړي دي

31 جوزا 1401 ساعت 9:01

د بریتانیا د بهرنیو چارو، ټولګټو او پراختیا ادارې ویلي، پنځه تنه اتباع یې په افغانستان کې له بنده ازاد شوي دي.


د بریتانیا د بهرنیو چارو، ټولګټو او پراختیا ادارې ویلي، پنځه تنه اتباع یې په افغانستان کې له بنده ازاد شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې یوه ویاند ویلي، دوی د افغانستان د اوسنۍ حکومت له خوا د دغو کسانو د خوشې کېدو هرکلی او مننه کوي.

د دغې ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې توقیف شویو کسانو د بریتانیا حکومت کې دنده نه درلوده او د بریتانیا د سفر د سپارښتنو له پاملرنې پرته یې افغانستان ته سفر کړی دی.

د بریتانیا حکومت ویلي، که دغو اتباعو یې د افغانستان کوم دود دستور یا قانون مات کړی وي، دوی یې په تړاو بښنه غواړي.

معلومه نه ده، چې دغه بریتانوي اتباع څه وخت، چېرته او څه ډول توقیف شوي وو.

طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151746

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151746/

جمهور
  https://www.jomhornews.com