۰

افغان حکومت د برېتانیا پنځه تنه اتباع خوشي کړي دي

سی شنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۱
د بریتانیا د بهرنیو چارو، ټولګټو او پراختیا ادارې ویلي، پنځه تنه اتباع یې په افغانستان کې له بنده ازاد شوي دي.
افغان حکومت د برېتانیا پنځه تنه اتباع خوشي کړي دي
د بریتانیا د بهرنیو چارو، ټولګټو او پراختیا ادارې ویلي، پنځه تنه اتباع یې په افغانستان کې له بنده ازاد شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې یوه ویاند ویلي، دوی د افغانستان د اوسنۍ حکومت له خوا د دغو کسانو د خوشې کېدو هرکلی او مننه کوي.

د دغې ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې توقیف شویو کسانو د بریتانیا حکومت کې دنده نه درلوده او د بریتانیا د سفر د سپارښتنو له پاملرنې پرته یې افغانستان ته سفر کړی دی.

د بریتانیا حکومت ویلي، که دغو اتباعو یې د افغانستان کوم دود دستور یا قانون مات کړی وي، دوی یې په تړاو بښنه غواړي.

معلومه نه ده، چې دغه بریتانوي اتباع څه وخت، چېرته او څه ډول توقیف شوي وو.

طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي