امریکا د ۹۰ سلنه افغانانو د بشردوستانه وېزو غوښتنه رد کړې

31 جوزا 1401 ساعت 9:03

راپورونه وايي، امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره د ۹۰ سلنه افغانانو غوښتنې رد کړې دي.


راپورونه وايي، امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره د ۹۰ سلنه افغانانو غوښتنې رد کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تېر کال امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره افغانانو ته هم د ګډون چانس ورکړ چې په دې لړ کې شاوخوا ۴۶ زره کسانو د امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره غوښتنې سپارلې وې.

خو اوس امریکايي رسنۍ وايي چې په دې موده کې د ۹۰ سلنه افغانانو غوښتنې رد شوې دي.

سرچینې وايي، یوازې د ۲۹۷ کسانو غوښتنلیکونه منل شوي او پاتې ټولې غوښتنې رد شوې دي.

د امریکا بشردوستانه وېزه ځانګړې موقته وېزه وي چې په نورو هېوادونو کې له خطر سره د مخ د بشري حقونو پالونکو او نورو فعالینو ته ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151747

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151747/

جمهور
  https://www.jomhornews.com