راپورونه وايي، امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره د ۹۰ سلنه افغانانو غوښتنې رد کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېر کال امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره افغانانو ته هم د ګډون چانس ورکړ چې په دې لړ کې شاوخوا ۴۶ زره کسانو د امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره غوښتنې سپارلې وې.
خو اوس امریکايي رسنۍ وايي چې په دې موده کې د ۹۰ سلنه افغانانو غوښتنې رد شوې دي.
سرچینې وايي، یوازې د ۲۹۷ کسانو غوښتنلیکونه منل شوي او پاتې ټولې غوښتنې رد شوې دي.
د امریکا بشردوستانه وېزه ځانګړې موقته وېزه وي چې په نورو هېوادونو کې له خطر سره د مخ د بشري حقونو پالونکو او نورو فعالینو ته ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل