۰

هلمند: له سیند څخه د دریو تنو مړي را ایستل شوي دي

سی شنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د یوه سیند څخه د دریو تنو جسدونه را ایستل شوي دي.
هلمند: له سیند څخه د دریو تنو مړي را ایستل شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د یوه سیند څخه د دریو تنو جسدونه را ایستل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکو ویلي، دغه کسان وړمه ورځ په ګرشک ولسوالۍ کې په اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوي و، چې مړي یې پرون را ایستل شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې د پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړی، خو له خلکو یې غوښتي، چې سیند کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې ورته څو پېښې رامنځ ته شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي