۰

پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وشوه

چهارشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۵
پکتیکا او خوست ولایت اوسېدونکو او ځایي چارواکو له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وشوه
پکتیکا او خوست ولایت اوسېدونکو او ځایي چارواکو له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره شپه په پکتیکا او خوست کې سخت زلزله شوې، چې د ځایي چارواکو په وینا د مرګ ژوبلې شمېره تر ۹۰۰ تنو پورې رسېدلې ده.

د زلزلې مرکز خوست و خو زیاته مرګ ژوبله یې د پکتیکا په ګیانې، برمل، زېروړک او نکې ولسوالۍ کې اړولې ده.

خوست کې یې هم ۴۰ کسان شهیدان کړي او تر ۱۰۰ پورې ټپیان شوي دي.

ځايي اوسېدونکو او چارواکو له مرستندویه ټولو د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

د افغان حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برارد پر ټولو ارګانونو غږ کړي، چې له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې او همکاري وکړي.

نوموړي له نړیوالو مرستندویه ټولنو هم د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

بل خوا حکومت سیمې ته چورلکې لېږلې تر څو د خلکو په ژغورلو او مرسته کې برخه واخلي.

د پکتیا له مرکز ګردیز او د زرمت ولسوالۍ څخه ډاکتران او رضاکاران د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي دي.

د نورو سیمو ځوانان هم د حشر په توګه د زلزله ځپلو سره د مرستې او ژغورنې لپاره سیمې ته رسېدلي دي.

‏افغاني سرې میاشتې ټولنې په پکتیا ولایت کې له خپل ګودام څخه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه سیمې ته د بېړنیو مرستو لېږد پیل کړی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا ویلي چې زلزلې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي او پر مرستندويو ادارو يې غږ کړی چې ژر تر ژره دې زيانمنو سيمو ته مرستې ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي