۰

پکتیکا او خوست کې د زلزلې تلفات ۲۵۰۰ تنو ته ورسېدل

پنجشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۰
د افغان حکومت چارواکو تایید کړه، چې پکتیکا او خوست ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته ورسېده.
پکتیکا او خوست کې د زلزلې تلفات ۲۵۰۰ تنو ته ورسېدل
د افغان حکومت چارواکو تایید کړه، چې پکتیکا او خوست ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۶.۱ درجه زلزله د چهارشنبې په شپه د چنګاښ اوله وشوه، چې مرکز یې خوست و خو مرګ ژوبله یې تر ډېره د پکتیکا په ګیانې او برمل ولسوالیو کې واړوله.

دغه راز د پکتیکا ژېروړک او نکه ولسوالیو کې هم تلفات اوښتي، خو ډېر تلفات یې په برمل او ګیانې کې دي، چې د ځايي خلکو او چارواکو په وینا بسته بسته کلي وران شوي دي.

د افغان حکومت چارواکي او ځایي اوسېدونکي تاییدوي، چې د دغه زلزلې له امله تر ۱۰۰۰ پورته کسان شهیدان شوي او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، لا هم په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان او خلک چې تر خاورو او دېوالونو لاندې شوي را ایستل کېږي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم راپور ورکړی، چې زلزلې د پکتیکا په برمل، ګیان، نکه، ژېړوک او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې زیات تلفات اړولي دي، خو په وینا یې تر اوسه د مرګ ژوبلې کره معلومات نشته دي.

راپورونه وايي، یوازې په ګیانې ولسوالۍ کې ۱۸ سوه کورونه یا په مکمل ډول نړېدلي او یا داسې زیانمن شوي، چې د اوسېدو نه دي.

سیمه ته د حکومت او ګڼو مرستندویه ټولو د ژغورې او مرستو ډلې رسېدلې دي، خو بیا هم افغان حکومت پر نړیوالو غږ کړی، چې له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا، هند، ایران، پاکستان، او ګڼ شمېر نورو هېوادونو له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان او ژمنه کړې خو تر اوسه پورې یوازې د افغان حکومت، افغان سرې میاشتې، ځینې افغان سوداګرو او افغان مرستندویه بنسټونو مرستې سیمې ته رسېدلې دي.

افغان حکومت د هر شهید کورنۍ ته د یو لک افغانیو او ټپیانو ته د ۵۰ زره افغانیو نغدي مرستې اعلان په سر کې کړی او په وینا یې نورې مرستې به هم وکړي.

دغه راز د کام ایر هوايي شرکت هم له زلزله ځپلو سره د لس میلیونه افغانیو او ۲ زره بورۍ اوړو د مرستې اعلان کړی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي