۰

راشد خان د زلزله ځپلو سره د مرستې ټولو کمپاین پیل کړی

پنجشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي او د کرکټ د نړۍ ځلانده ستوري راشد خان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
راشد خان د زلزله ځپلو سره د مرستې ټولو کمپاین پیل کړی
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي او د کرکټ د نړۍ ځلانده ستوري راشد خان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په دې سخت او خواشینونکي وضعیت کې د پېښې له اغېزمنو سره په دې درانه غم کې شریک دی او یوازې به یې نه پرېږدي.

نوموړي زیاته کړې ده چې که څه هم دی د پېښې له قربانیانو سره مرسته کوي خو دا مرسته کافي نه ده.

هغه ویلي چې ده د پېښې د قربانیانو لپاره د مرستې یو کمپاین پیل کړی دی او هر څوک کولی شي چې پکې برخه واخلي.

راشد خان په انګلیسي ژبه ثبت کړي دې پیغام کې ویلي چې دی به د کرکټ د نړۍ له مشهورو لوبغاړو شاهد افریدي، ډي، جې براوو او نورو لوبغاړو څخه هم وغواړي چې په دې کمپاین کې ورسره برخه واخلي څو وکولی شي په کافي اندازه مرستې را ټولې کړلی شي.

د یادونې ده، چې د افغان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف او ګڼو نورو ملي لوبغاړو له زلزله ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې ده.

باید و ویل شي، چې پکتیکا او خوست کې د وړمې شپې د زلزلې له امله ۱۰۰۰ کسان شهیدان شوي او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي