۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه کوي

پنجشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۵
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنشنبې د چنګاښ ۲ مه د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه کوي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنشنبې د چنګاښ ۲ مه د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر معاونیت وايي، په دغه غونده کې به د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

دغه راز ټاکل شوې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی مرستیال او سرپرست به هم په دغه غونده کې د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تمه لري، چې دغه غونډه کې به افغانستان کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه هم خبرې وشي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي