۰

برېتانیا، ټایوان او اروپايي ټولنې له زلزله ځپلو سره د میلیونونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

شنبی ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۶
برېتانیا، ټایوان او اروپايی ټولنې افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمونو شویو کسانو سره د میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ.
برېتانیا، ټایوان او اروپايي ټولنې له زلزله ځپلو سره د میلیونونه ډالرو مرستې اعلان وکړ
برېتانیا، ټایوان او اروپايی ټولنې افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمونو شویو کسانو سره د میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیرې لیزټرُس پرون له افغانستان سره د ۲،۵ میلیون پونډو بېړنۍ مرسته اعلان وکړ.
دغه راز ټایوان هم د زلزلې له مصیبت ځپلو سره د یو میلیون ډالرو، مرسته اعلان کړې ده.

بل خوا اورپايي ټولنې هم د جون په ۲۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرستې اعلان کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، په دې نغدي مرسته سره به زلزله ځپلو ته لومړني روغتیايي خدمات، د څښاک پاکې اوبه، سر پناه، د حفظ الصحې امکانات او د زیانمنو شوو کسانو لپاره د ساتنې خدمات برابر شي.

پر همدې مهال د بحران مدیریت د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو په برخه کې د اروپايي ټولنې کمېشنر یانز لنارچیچ ویلي اروپايي ټولنه له زلزله ځپلو سره نورو مرستو ته هم چمتو ده.

د یادونې ده، چې تر اوسه پورې له زلزله ځپلو سره د هند، ایران، قطر، متحده عربي اماراتو او پاکستان مرستې افغانستان ته رسېدلې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دوی ۲۷ ټنه بشري مرسته  چې خېمې، د کور اړین سان الات، کمپلې، درمل او ځينې نور اړین توکي شامل دي افغانستان ته استولي دي.

افغانستان ته دا مرستې داسې مهال رارسېږي چې د طالبانو چارواکي وايي، په دې زلزله کې لږترلږه ۱۱۵۰ کسان وژل شوي او له ۱۵۰۰ زیات نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق- یونېسیف وايي، چې د قربانیانو په ډله کې لږترلږه ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې د یونیسیف استازي محمد ایو یا ویلي، په دې سخته زلزله کې همداراز نږدې اویا نور ماشومان هم ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې تېرې چارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې یوه سخته زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ و.
دې زلزلې تر ټولو زیات تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې اړولي دي.

د دې زلزلې ټکانونو پرون جمعه د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ کې یوځل بیا پنځه کسان ووژل او ۱۱ نور یې ټپان کړل.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي