په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي ټوبي لینزر پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو افغانانو ته د اسلامي امارت پر وخت رسیدګي ستایلې ده.
د جمجهور آژانس د خبر له مخې ټوبي لینزر ویلي ، اسلامي امارت د خوراکي توکو، درملو، امبولانسونو او نورو مرستو په رسولو کې د تېر حکومت په پرتله چټک اقدامات او هڅې کړې دي.
د یادونې ده چې څو شپې وړاندې نیمه شپه شاوخوا درې بجې خوست او ورڅېرمه ولایتونه د ریښتر په کچه د ۶.۱ درجې زورورې زلزلې ولړزول چې له امله یې تر یو زر او ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۲۵۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
له دغه زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر تر اوسه پورې، د هند، قطر، متحده عربي اماراتو، ایران او پاکستان مرستې رارسېدلې، چین، امریکا، اروپايي ټولنې، برېتانیا، ټایوان، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو او بنسټونو د مرستو ژمنه کړې ده.
اروپايي ټولنې د یو میلیون یورو، برېتانیا د دوه نیم میلیونه پونډ او ټایوان یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل