۰

افغان حکومت یو ځل بیا د کنګل شوې شتمنیو د آزادولو غوښتنه وکړ

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۴
 افغان حکومت یو ځل بیا له امریکا و غوښتل، چې د افغانستان د خلکو کنګل کړې شتمني آزاده کړي.
افغان حکومت یو ځل بیا د کنګل شوې شتمنیو د آزادولو غوښتنه وکړ
 افغان حکومت یو ځل بیا له امریکا و غوښتل، چې د افغانستان د خلکو کنګل کړې شتمني آزاده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان حکومتله نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

خو په وینا یې د نړیوالو په تېره د امریکا له لوري پر افغانستان اوسنی فشار د منلو نه دی.

نوموړي زیاته کړې، که امریکا په رښتیا د افغانانو لاسنیوی کوي نو د دوی شتمني دې آزاده کړي او تر څنګ یې دي پر مرکزي بانک اوسني محدودیتونه پای ته ورسوي.

بلخوا پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم پر امریکا غږ وکړ چې د افغانانو شتمني آزاده کړي.

ښاغلی متقي وايي، امریکا لپاره د ازمویښت وخت دی او د دې اړتیا ده چې د افغانستان شتمني آزاده شي څو نړیوالې موسسې په ډاډه توګه افغانانو ته خپلې مرستې ولېږدولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي