۰

پولي تخنیګ د لویې جرګې په خاطر رخصت کړل شوی دی

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۳
د پولي تخنیک پوهنتون محصلین وايي، دغه پوهنتون په غالب ګومان د لویې جرګې د جوړېدو په خاطر رخصت کړای شوی دی.
پولي تخنیګ د لویې جرګې په خاطر رخصت کړل شوی دی
د پولي تخنیک پوهنتون محصلین وايي، دغه پوهنتون په غالب ګومان د لویې جرګې د جوړېدو په خاطر رخصت کړای شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د محصلینو په وینا د پولي تخنیک مسوولینو دوی ته ویلي، چې سر له نن یکشنبې د چنګاښ ۵ مې پوهنتون ته را نشي او رخصت دي.
 
په ورته وخت کې د یاد پوهنتون د لیلیې مسوولینو خو محصلینو ته خبر ورکړی، چې لیلیه پرېږدي.

دوی ته هم نن وخت ورکړل شوی، چې خپل وسایل ټول او د لیلیې خونې خوشې کړي.
 
محصلین که څه هم د رخصتۍ په اړه پوره معلومات نه لري، خو دوی وایي، ښايي د لویې جرګې د جوړېدو په خاطر رخصت کړل شوي وو.

په ورته وخت کې په خواله رسنیو ځینې داسې اعلامیې هم خبرې شوې، چې د اسلامي امارت له خوا د لویې جرګې د جوړېدو تابیا روانه ده او پولي تخنیک په همدې خاطر رخصت شوی دی.

که څه هم تر اوسه د لویې جرګې د جوړېدو کره نېټه نه ده معلومه او تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و، چې دوی به د هېواد د روانو مسایلو د حل په اړه یوه لویه غونډه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي