۰
ملا برادر:

اشغال پای ته ورسېده، خو د دښمن سیاسي او اقتصادي دسیسې لا روانې دي

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۳
د افغانستان د رییس الوزار مرستیال ملاعبدالغني برارد وايي، په هېواد کې د اشغال کمپله ورټوله شوې او پای ته رسېدلي، خو د دښمن سیاسي او اقتصادي دسیسې لا هم روانې دي.
اشغال پای ته ورسېده، خو د دښمن سیاسي او اقتصادي دسیسې لا روانې دي
د افغانستان د رییس الوزار مرستیال ملاعبدالغني برارد وايي، په هېواد کې د اشغال کمپله ورټوله شوې او پای ته رسېدلي، خو د دښمن سیاسي او اقتصادي دسیسې لا هم روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي برادر چې پرون کابل کې د یو شمېر کمانډویانو د فراغت مراسمو کې وینا کوله په ټینګار سره و ویل، لکه څنګه چې مجاهدینو او افغان ولس اشغال پای ته ورساوه همداسې اوس پر فرض ده، چې د دښمن روانې سیاسي او اقتصادي دسیسې هم ورشنډې کړي.

ښاغلي برادر و ویل« نن الحمدالله اشغال ختم شوی، دښمن پوره ماتې خوړلې؛ خو په سیاسي او اقتصادي برخو کې لا هم د دښمن دسیسې پای ته نه دي رسېدلې او په هره ممکنه لاره زموږ پر وړاندې خنډونه جوړوي، خو لکه څنګه مو چې د اشغال په مقابل کې سپېڅلې مبارزه وکړه، همداسې به د دغه هېواد د ساتنې او اقتصاد لپاره هم په پوره مېړانه مبارزه کوو او دا کار ستاسې پر مټ شونی دی.»

د یادونې ده، چې پرون د رئیس‌الوزراء او ارګ د ساتنې لوی ریاست د نوي تشکیل له مخې، په ٣١٣ مرکزي قول اردو کې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند لسګونه ساتونکي له څو میاشتنیو نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي