۰

هند د مرسته شویو غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۰
د هند د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د دغه هېواد له خوا د مرسته شویو غنمو د یوې بلې جوپې د لېږلو خبر ورکړی دی.
هند د مرسته شویو غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې
د هند د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د دغه هېواد له خوا د مرسته شویو غنمو د یوې بلې جوپې د لېږلو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پنځوس سره ټنه مرسته شویو غنمو څخه یې د ۳ زره متریک ټنه غنمو یوه بله جوپه هم افغانستان ته لېږلې ده.
 
د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دا غنم د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، تر اوسه يې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ ٣٣٥۰۰ مټريک ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي.

هند له دې وړاندې هم له افغانستان د سره د غنمو او درملو په برخه کې مرستې کړي وې.

د یادونې ده، چې هند افغانستان کې د وروستۍ زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر هم دوه الوتکو کې مرستې افغانستان ته را رسولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي