۰

نظام الدین قیصاری او روغ لېونی هم بېرته هېواد ته راستانه شول

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۴
د اسلامي امارت د پخوانیو سیاسي څېرو سره د اړیکو کمېسیون چارواکي وايي، د جنبش ګوند یو ارشد غړی نظام الدین قیصاري او پخوانی نظامي قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېونی هم بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
نظام الدین قیصاری او روغ لېونی هم بېرته هېواد ته راستانه شول
د اسلامي امارت د پخوانیو سیاسي څېرو سره د اړیکو کمېسیون چارواکي وايي، د جنبش ګوند یو ارشد غړی نظام الدین قیصاري او پخوانی نظامي قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېونی هم بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون نن یکشنبې د چنګاښ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کمېسیون په هڅو نظام الدین قیصاري نن افغانستان ته رارسېدلی دی.

په ورته وخت کې دغه کمېسیون زیاته کړې، چې د لوګر پخوانی امنیه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېونۍ هم هېواد ته راستون شوی دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې، فاروق وردګ، امان الله غالب، جنرال دولت وزیري، حسن مبارک عزیزي، حکیم نورزی، انتظار خادم او ځینې نور د پخواني حکومت کسان هم هېواد ته راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي