۰

دفاع وزارت بلخاب کې د جګړې پخلی وکړ

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۲
د افغانستان دفاع وزرت د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د جلا شوي قوماندان مولوي مهدي مجاهد پر ضد د چاڼیزو عملیاتو پخلی وکړ.
دفاع وزارت بلخاب کې د جګړې پخلی وکړ
د افغانستان دفاع وزرت د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د جلا شوي قوماندان مولوي مهدي مجاهد پر ضد د چاڼیزو عملیاتو پخلی وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، څو ورځې وړاندې، د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرپل ولايت اړوند بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو پر وړاندې ګډ چاڼيز عمليات تر سره کړل.

اعلامیه کې ویل شوي، دفاعي او امنیتي ځواکونو نن سهار د هغو سيمو په نيولو سره چې باغيان پکې موجود وو، عملیات پای ته ورسول.
 
په اعلاميه کې ويل شوي چې دې عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی او باغیان له مقاومت پرته له سیمې تښتېدلي.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې دغه عملیات لا هم د یادې ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو د پاکولو په موخه له کوم خنډ پرته پر مخ روان دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي