۰

د یوناما مشر پکتیکا ته تللی، زلزله ځپلو ته یې مرستې وېشلې

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۶
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست استازي او د دغه سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي رامیز الاکبروف د پکتیکا ولایت له زلزله ځپلو سیمو لیدنه کړې ده.
د یوناما مشر پکتیکا ته تللی، زلزله ځپلو ته یې مرستې وېشلې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست استازي او د دغه سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي رامیز الاکبروف د پکتیکا ولایت له زلزله ځپلو سیمو لیدنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الاکبروف پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې زلزله ځپلو ته یې خوراکي توکي، سرپناه، نغدې پیسې او نورې مرستې رسولې دي.

نوموړي وړاندې تر دې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله اوښتي زیانونه تر هغه څه ډېر ښودلي وو چې په رسنیو کې اعلانېږي.

هغه زیاته کړې وه، دغې زلزلې ډېر خلک اغېزمن کړي دي چې نه یوازې د ملګرو ملتونو بلکې د ټولې نړۍ د هېوادونو او د بنسټونو مرستو ته سخته اړتیا لري.

د یادونې ده چې څو شپې وړاندې خوست او پکتیکا ولایتونه د ۶.۱ ریښتر په کچه زورورې زلزلې ولړزول چې له امله یې تر ۱ زره او پنځه سوه ډېر کسان مړه، تر دوه زره ډېر ټپیان او په زرګونو کورونه ونړېدل.

الاکبروف پر داسې مهال له زلزله ځپلو لیدنه کوي، چې تازه ملګرو ملتونو له دغه زلزله ځپلو سره د د ۱۰ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي