د اروپايي پارلمان يوه غړي مېک والاس د پارلمان يوې غونډې ته ويلي چې امريکا او ناټو د افغانستان زېربناوې نابودې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والس زیاته کړې، چې د دې تر څنګ امریکا په شلو کلونو کې په پرله پسې توګه په دغه هېواد کې د بشر حقونه نقض کړل.
نوموړي چې د افغانستان د بشري وضعيت په تړاو خبرې کولې ویلي، لويديځ يوازې پر دې بسنه نه ده کړې بلکې اوس غواړي چې افغانان له لوږې هم مړه کړي.
والاس وايي امريکا په افغانستان کې هره ورځ ۳۰۰ ميليونه ډالره لګول څو هغه هېواد نابود کړي او اوس د بېلابېلو فشارونو په اعمالولو سره له لوږې د افغانانو د وژلو هڅه کوي.
دی وايي، د خوړو نړيوال پروګرام له لوږې سره مخ افغانانو ته د خوړو د برابرولو لپاره يوازې دريېمه برخه امکانات لري او په وينا يې چې اروپا او امريکا چمتو نه دي چې نور امکانات په واک کې ورکړي؛ په داسې حال کې چې د اوکراين د جګړې لپاره د ميلياردونو ډالرو لګولو ته ټتر ډبوي.
جمهورخبري آژانس:کابل