۰

دیپلومات:ګاونډیان د افغانستان لاسنیوی نه کوي

سی شنبه ۷ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۸
ديپلومات نشریې په یوه مطلب کې د افغانستان روان وضعیت او د ګاونډیو چلند ته کتنه کړې ده.
دیپلومات:ګاونډیان د افغانستان لاسنیوی نه کوي
ديپلومات نشریې په یوه مطلب کې د افغانستان روان وضعیت او د ګاونډیو چلند ته کتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشریه لیکي سره له دې چې افغانان په سختو شرایطو کې دي او دغه هېواد له سختو اقتصادي فشارونو او بېکارۍ سره مل دی، خو ګاونډي هېوادنه یې له لاسنیوي مخ اړوي.

په مطلب کې ویل شوي، همدا اوس هم لسګونه افغان کډوال په اسلام اباد کې سختې شپې او ورځې تېروي او د پاکستان تر څنګ له نړیوالو د مرستې غوښتنه کوي، خو پاکستانی حکومت د دوی پر وړاندې له فشار او زور کار اخلي.

دغه راز سرچینې د ایران مثال هم ورکوي چې میلیونونه افغان کډوال دغه هېواد ته تللي دي، خو هره شېبه یې د نیول کېدو او زنداني کېدو وېره شته ده.

دېپلومات دا مطلب پر داسې مهال خپروي، چې د افغان حکومت د چارواکو په وینا یوازې په تېرو دریو ورځو کې ایران تر ۴ زره زیات افغانان له دغه هېواد ایستلي، چې له ډېرو سره یې زور زیاتی هم شوی دی.

جهمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي