۰

د پوهنې مرستیال وزیر آصف ننګ هم بېرته هېواد ته راستون شو

سی شنبه ۷ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۰
له سیاسیونو سره د افغان حکومت د تماس کمېسیون خبر ورکړی، چې د افغانستان د پخواني حکومت د پوهنې وزارت مرستیال آصف ننګ هم بېرته هېواد ته راستون شو.
د پوهنې مرستیال وزیر آصف ننګ هم بېرته هېواد ته راستون شو
له سیاسیونو سره د افغان حکومت د تماس کمېسیون خبر ورکړی، چې د افغانستان د پخواني حکومت د پوهنې وزارت مرستیال آصف ننګ هم بېرته هېواد ته راستون شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون چارواکو پر خواله رسنیو د ننګ د راتګ انځورونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی نن سه شنبې د چنګاښ ۷ مه د دوی په بلنه کابل ته راورسېده.

آصف ننګ په تېر حکومت کې د پوهنې مرستیال وزیر، سرپرست وزیر او دغه راز د فراه او لغمان د والي په توګه دندې تر سره کړې وې.
 
له سیاسي څېرو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د دوی هڅې دوام لري تر څو نور کسان هم هېواد ته دعوت او راشي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د پوهنې بل وزیر فاروق وردګ، د پوځ ویاند دولت وزیري، د برېښنا رییس امان الله غالب، د امنیت شورا سلاکار حکیم نورزی او انتظار خادم، د مخابراتو پخوانی وزیر امیرزی سنګین، د جنبش ګوند غړی نظام الدین قیصاري، د لوګر پخوانی امنیه قوماندان جنرال روغ لېونی او ځینې نور کسان هم هېواد ته راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي