۰

افغان حکومت د ګالوپ موسسې او ملګرو ملتونو راپوورونه رد کړل

چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۳
افغان حکومت د ملګرو ملتونو او ګالوپ په نامه د یوې موسسې وروستي راپورونه چې ګڼې اسلامي امارت له بشري حقونو سرغړونه کړې.
افغان حکومت د ګالوپ موسسې او ملګرو ملتونو راپوورونه رد کړل
افغان حکومت د ملګرو ملتونو او ګالوپ په نامه د یوې موسسې وروستي راپورونه چې ګڼې اسلامي امارت له بشري حقونو سرغړونه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپورونه خپاره کړ، چې د اسلامي امارت ځواکونو سرپل ولایت کې بشري سرغړونې کړې دي.

دغه راز ګالوپ موسسې په افغانستان کې د بشري وضعیت خپاره کړې راپور کې ادعا کړې، چې ۷۴ سلنه افغانان اندېښنې لري او ذهني نارامۍ ورسره مل دي.

خو د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټ پیغام کې ویلي، په سرپل کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور بې بنسټه دی.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې په سرپل کې هېڅ ملکي وګړي ته په وروستیو عملیاتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په ورته وخت کې د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، ګالوپ په نامه یوې موسسې داسې راپور خپور کړی چې ګواکي ۷۴ سلنه افغان اندېښنې لري او ذهني نارامي ورسره مل ده.

نوموړي زیاته کړې، دا راپور د واقعیتونو پر بنسټ نه دی لیکل شوی او په وینا یې د نوی حکومت په راتګ سره خلک په ارام، سکون او امنیت کې ژوند کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي