۰

امریکا له افغان زلزله ځپلو سره ۵۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۵
امریکا په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې ځپلو کورنیو سره د ۵۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د نورو بشري مرستو اعلان کړی دي.
امریکا له افغان زلزله ځپلو سره ۵۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
امریکا په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې ځپلو کورنیو سره د ۵۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د نورو بشري مرستو اعلان کړی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د زلزلې تر پېښېدو وروسته ولسمشر جو بایډن د دې طبیعي فاجعې د بېړنیو اړتیاوو ارزونه وکړه، چې بالاخره د ۵۵ ميلیون ډالرو په ارزښت زلزله ځپلو افغانانو ته د نورو بشري مرستو پرېکړه وشوه.

وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه پیسې به د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له طریقه هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې وروستۍ طبیعي فاجعه کې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

اعلامیه وايي، له دې سره له تېر کال راهیسې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه ۷۷۴ ميلیون ډالرو ته ورسېده.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره دوشنبه په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۰۳۶ تنه او د ټپیانو دا ۲۹۴۹ تنه ښوولی دی.

په دې زلزله کې تر ۴۵۰۰ د زیاتو کورونو د بشپړ یا هم قسمي تخریب راپور هم ورکړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي