۰

پاکستان د افغانانو لپاره د وېزې نوې کړنلاره تصویب کړه

چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۹
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وايي، د دغه هېواد کابینې د افغانانو لپاره د اسانتیاوو په موخه د ویزو نوې کړنلاره تصویب کړې ده.
پاکستان د افغانانو لپاره د وېزې نوې کړنلاره تصویب کړه
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وايي، د دغه هېواد کابینې د افغانانو لپاره د اسانتیاوو په موخه د ویزو نوې کړنلاره تصویب کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شریف ویلي، د ویزو ورکړې بهیر کې دا تغیرات یې د ویزو برخه کې د اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د نږدېوالي په موخه راوستي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی به د وېزو د ورکړې بهیر اسانه کړي څو وکولی شي له یوه اړخه افغانانو سره مرسته وکړي او له بله اړخه له مرکزي اسیا څخه د پانګوونې او تجارت د جذب لپاره کار وکړای شي.

شریف د ویزو ورکړې برخه کې د تغیراتو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي