د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار یو ځل بیا له امریکایي حکومت غوښتي چې د افغان جګړې او هلته د حکومت د سقوط حقایق دې نه پټوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فوربس د دغه ادارې له قوله ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورسره د راپورونو په جوړولو او د سقوط او تخلیې ماموریت اړوند معلومات نه شریکوي.
دغه ادارې د امریکا کانګریس او نورو اداراتو ته هم شکایتونه کړي وايي، بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه دروغ وايي او کره معلومات نه شریکوي.
څو ورځې وړاندې ځینو امریکايي استازو هم له بهرنیو چارو وزارت غوښتي وو چې ملت ته ځواب ویونکي وي، له دروغو ویلو ډډه وکړي او د افغانستان په اړه هر ډول معلومات له رسنیو او څېړونکو بنسټونو سره شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل