افغان حکومت په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړه

9 سرطان 1401 ساعت 9:18

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بهرنیو اسعارو هر ډول راکړه ورکړه بنده اعلان کړې ده.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بهرنیو اسعارو هر ډول راکړه ورکړه بنده اعلان کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت وايي، په بهرنیو اسعارو د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروي او پلور په کلکه منع دي.

یاد وزارت ټینګار کړی دی چې د دې پرېکړې د تطبیق دوامداره څارنه کوي او سرغړونکو سره به سخت چلند کېږي.

سرچینې ویلي، دا پرېکړه یې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره کړې ده او هر هغه څوک چې له دې پرېکړې سرغړونه کوي سخت قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې ده چې تر اوسه پورې د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروي او پلور ټول په ډالرو باندې کېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152072

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152072/

جمهور
  https://www.jomhornews.com