۰

افغان حکومت په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړه

پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۸
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بهرنیو اسعارو هر ډول راکړه ورکړه بنده اعلان کړې ده.
افغان حکومت په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بهرنیو اسعارو هر ډول راکړه ورکړه بنده اعلان کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت وايي، په بهرنیو اسعارو د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروي او پلور په کلکه منع دي.

یاد وزارت ټینګار کړی دی چې د دې پرېکړې د تطبیق دوامداره څارنه کوي او سرغړونکو سره به سخت چلند کېږي.

سرچینې ویلي، دا پرېکړه یې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره کړې ده او هر هغه څوک چې له دې پرېکړې سرغړونه کوي سخت قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې ده چې تر اوسه پورې د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروي او پلور ټول په ډالرو باندې کېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي