۰

کابل کې د دیني عالمانو لویه غونډه پیل شوه

پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۰
کابل کې د حکومت له خوا د دیني عالمانو ستره غونډه چې زرګونه کسان ورته رابلل شوي نن پشنبې د چنګاښ ۹ مه پیل شوه.
کابل کې د دیني عالمانو لویه غونډه پیل شوه
کابل کې د حکومت له خوا د دیني عالمانو ستره غونډه چې زرګونه کسان ورته رابلل شوي نن پشنبې د چنګاښ ۹ مه پیل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غونډه د افغان حکومت د رییس الوزار ملا محمد حسن اخند په وینا پیل شوه.

ملا محمد حسن اخند په وینا کې و ویل، چې په افغانستان کې د رامنځته شوي اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره باید وکار وشي.

ښاغلي محمد حسن اخند زیاته کړه«موږ باید دښمن ته که په داخل کې دی او که به خارج کې قوي پیغام ورکړو، چې نور چا ته د بغاوت اجازه نه ورکول کېږي، دا ملت مصیبت ځپلی او باید راحت شي.»

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي ترڅو په ټولو برخو کې ناواخوالې سمي او ستوزې حل شي.

که څه هم تر اوسه د غونډې د اجنډا په اړه کره معلومات نشته خو پرون د رییس الوزا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي وو چې دې غونډه کې به پر ملي یوالي، ثبات، اقتصاد او سرتاسري امنیت خبرې وشې.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د دیني علماو غونډه کې د پوهنتون استادانو او ملي سوداګرو ته هم بلنه ورکړل شوې او دا به د افغانستان د ثبات او ملي یووالي دپاره ښه کار وي.

ویل کېږي، چې د دغه غونډې مشري مولوي حبیب الله حقاني په نوم دیني عالم کوي او شاوخوا ۳ زره دیني عالمان او قومي مخور ورته رابلل شوي دي.

دا غونده چې نن پیل شوې درې ورځې به دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي