۰
مولوي حنفي:

د محکمې له حکم څخه هېڅوک مستثنی نه دي

شنبی ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۶
د افغانستان د علماوو د سترې غونډې د دویمې ورځې د پیل پر مهال د ریاست الوزراء مرستیال عبدالسلام حنفي  ویلي، د افغانستان محاکم مستقل دي او له حکم څخه یې هېڅو مستثنی نه دي.
د محکمې له حکم څخه هېڅوک مستثنی نه دي
د افغانستان د علماوو د سترې غونډې د دویمې ورځې د پیل پر مهال د ریاست الوزراء مرستیال عبدالسلام حنفي  ویلي، د افغانستان محاکم مستقل دي او له حکم څخه یې هېڅو مستثنی نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي زیاته کړه، اوسنی اسلامي نظام چې په هېواد کې حاکم دی او ډاډمن امنیت راغلی نه یوازې د اسلامي امارت دنده ده، بلکې د هر فرد – فرد مسوولیت دی، چې ملاتړ يې وکړي.

نوموړی دغه راز وايي، د اسلامي امارت امیر شیخ هبت الله اخندزاده یو باصلاحیته پلاویي ته ویلي، چې ټول زندانونه وګوري، که څوک بې ګناه بندي و، نو هغه فورآ ازاد او پر ځای يې هغه ظالم چارواکی بندي کړي، چې دوی يې بندي کړي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاتوي، اسلامي امارت کې محاکم بشپړ مستقل دي او هر پریکړه، چې محکمه وکړي، نو خامخا به تطبیق کېږي او د محکمې له حکم څخه هېڅوک مستثنی نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي