ایران سر له نن څخه بې اقامې افغان کډوال را وباسي

11 سرطان 1401 ساعت 9:21

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سر له نن شنبې (چنګاښ ۱۱ ) مې څخه هغه افغانان، چې په ایران کې د اقامت اسناد نه لري، له خپلې خاورې باسي.


د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سر له نن شنبې (چنګاښ ۱۱ ) مې څخه هغه افغانان، چې په ایران کې د اقامت اسناد نه لري، له خپلې خاورې باسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې دغه وزارت ایرانیانو ته هم خبرداری ورکړی، چې هغو افغانانو ته کار ورنه کړي چې د اقامت اسناد نه لري.

سرچینې ګواښ کړی، هغه ایرانیان به تر شپږ میاشتو په بند محکوم شي چې بې اسناده افغانان په کار وګوماري.

د یادونې ده، د ایران حکومت تر تېرې پنجشنبې په ورځ، چې د سرطان نهمه وه، افغان کډوالو ته وخت ورکړی و، چې په سرشمېرنې کې برخه واخلي.

خو له دې سره سره ایران تر یادې مودې وړاندې هره ورځ سلګونه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152108

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com