۰

ایران سر له نن څخه بې اقامې افغان کډوال را وباسي

شنبی ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سر له نن شنبې (چنګاښ ۱۱ ) مې څخه هغه افغانان، چې په ایران کې د اقامت اسناد نه لري، له خپلې خاورې باسي.
ایران سر له نن څخه بې اقامې افغان کډوال را وباسي
د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سر له نن شنبې (چنګاښ ۱۱ ) مې څخه هغه افغانان، چې په ایران کې د اقامت اسناد نه لري، له خپلې خاورې باسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې دغه وزارت ایرانیانو ته هم خبرداری ورکړی، چې هغو افغانانو ته کار ورنه کړي چې د اقامت اسناد نه لري.

سرچینې ګواښ کړی، هغه ایرانیان به تر شپږ میاشتو په بند محکوم شي چې بې اسناده افغانان په کار وګوماري.

د یادونې ده، د ایران حکومت تر تېرې پنجشنبې په ورځ، چې د سرطان نهمه وه، افغان کډوالو ته وخت ورکړی و، چې په سرشمېرنې کې برخه واخلي.

خو له دې سره سره ایران تر یادې مودې وړاندې هره ورځ سلګونه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي