برېتانیا له زلزله ځپلو سره د درې نیم میلیون پونډو مرسته اعلان کړه

11 سرطان 1401 ساعت 9:28

د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر هوګو شارتر په دوحه کې له طالب چارواکو سره په یو لړ مسایلو خبرې کړي.


د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر هوګو شارتر په دوحه کې له طالب چارواکو سره په یو لړ مسایلو خبرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شارتر په خپل ټوېټر باندې لیکلي، له متقي سره په خبرو کې یې د هغو بشري همکاریو یادونه وکړه چې برېټانیا یې د وروستۍ زلزلې ځپلو سره کوي.

نوموړي زیاته کړې، خلکو ته د اساسي خدماتو، د سیاسي ټولمشولیت پر اهمیت، بشري حقونو ته د درناوي او تعلیم ته د ټولو نجونو د پرېښودولو پر مساییلو مهم بحثونه وکړل.

له امیرخان متقي سره د هوګوشارتر د لیدنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي هم څو ټویټونه کړي دي.

نوموړي ویلي، د برېټانیا استازي له زلزه ځپلو سره د درې نیم میلیونو پونډو عاجله مرسته اعلان کړه.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com