۰

برېتانیا له زلزله ځپلو سره د درې نیم میلیون پونډو مرسته اعلان کړه

شنبی ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۸
د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر هوګو شارتر په دوحه کې له طالب چارواکو سره په یو لړ مسایلو خبرې کړي.
برېتانیا له زلزله ځپلو سره د درې نیم میلیون پونډو مرسته اعلان کړه
د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر هوګو شارتر په دوحه کې له طالب چارواکو سره په یو لړ مسایلو خبرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شارتر په خپل ټوېټر باندې لیکلي، له متقي سره په خبرو کې یې د هغو بشري همکاریو یادونه وکړه چې برېټانیا یې د وروستۍ زلزلې ځپلو سره کوي.

نوموړي زیاته کړې، خلکو ته د اساسي خدماتو، د سیاسي ټولمشولیت پر اهمیت، بشري حقونو ته د درناوي او تعلیم ته د ټولو نجونو د پرېښودولو پر مساییلو مهم بحثونه وکړل.

له امیرخان متقي سره د هوګوشارتر د لیدنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي هم څو ټویټونه کړي دي.

نوموړي ویلي، د برېټانیا استازي له زلزه ځپلو سره د درې نیم میلیونو پونډو عاجله مرسته اعلان کړه.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي