۰
مېرمن بچلیت:

طالبان دې د ښځو د حقونو د لپاره د نورو اسلامي هېوادونو څخه الهام واخلي

شنبی ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۳
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنره میشل بچلیت وایي افغانستان دې د ښځو د حقونو د ښه کولو لپاره د نورو اسلامي هیوادونو څخه الهام واخلي.
طالبان دې د ښځو د حقونو د لپاره د نورو اسلامي هېوادونو څخه الهام واخلي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنره میشل بچلیت وایي افغانستان دې د ښځو د حقونو د ښه کولو لپاره د نورو اسلامي هیوادونو څخه الهام واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن باچلیت دا څرګندونې په جنیوا کې  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته کړې دي.

نوموړې  چې څو میاشتې مخکې افغانستان ته هم راغلې وه، په خپله وینا کې  په افغانستان کې په تیر اګست میاشت کې د نوي حکومت رامنځته کېدو راهیسې د افغان مېرمنو او نجونو د ناهیلې کوونکي وضعیت  په اړه معلومات ورکړل.

هغې، پر نړیوالې ټولنې باندې د لا نورو مشخصو هڅوغږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي څو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

مېرمن باچلیت د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل د نجونو د متوسطه او لیسو د بیرته پرانستلو لپاره یو مشخصه نیټه وټاکي او د شرعي محرم سره د سفر کولو او د مخ د پټولو امر لغو کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي