د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزیر ازبکستان ته ولاړ

11 سرطان 1401 ساعت 11:52

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو ګډ پلاوی د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته روان شوی دی.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو ګډ پلاوی د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته روان شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عزیزي او ورسره پلاوی نن شنبې د چنګاښ ۱۱ مه تاشکند ته روان شوی دی.

یاد پلاوی به له ازبک چارواکو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د ټرانزیټ د اسانتیاوو او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې ولري.

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته ازبکستان له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړې او په بېلو برخو ځانګړې توګه سوداګرۍ کې یې له افغان حکومت سره د ګډ کار ژمنې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152129

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152129/

جمهور
  https://www.jomhornews.com