۰

د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزیر ازبکستان ته ولاړ

شنبی ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۲
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو ګډ پلاوی د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته روان شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزیر ازبکستان ته ولاړ
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو ګډ پلاوی د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته روان شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عزیزي او ورسره پلاوی نن شنبې د چنګاښ ۱۱ مه تاشکند ته روان شوی دی.

یاد پلاوی به له ازبک چارواکو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د ټرانزیټ د اسانتیاوو او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې ولري.

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته ازبکستان له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړې او په بېلو برخو ځانګړې توګه سوداګرۍ کې یې له افغان حکومت سره د ګډ کار ژمنې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي