متحده عرب اماراتو په افغانستان کې د زلزلې د ټپيانو د درملنې لپاره په دریو الوتکو کې د ساحوي روغتونو وسایل او درمل استولي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د متحده عرب اماراتو د سفیر عیسی سالم الداهیري ویلي، په یادو مرستو کې ۷۵ بسترونه، دوه مجهزې عملیات خونې او یو شمېر پرمختللي طبي وسایل او دارو درمل شامل دي.
سفیر زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره متعهده دی او خپله همکاري جاري ساتي.
د یادونې ده، چې وړمه چهارشنبه سهار وختي د پکتیکا، خوست او ځیني نورې جنوب ختیځې سیمې یوې قوي زلزلې ولړزولې.
د طبعي پېښور سره د مبارزې چارواکو پرون په یوه خبري ناسته کې د دغه زلزلې د اوښتو زیانونو وروستي جزیات له رسنیو سره شریک کړل.
د دغه ادارې معین مولوي شرف الدین په دغه خبري کنفرانس کې و ویل، چې د زلزلې له امله څه باندې زر تنه شهیدان شوي، څه باندې ۳ زره ټپیان او کابو ۱۹ زره کورونه زیانمن شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل