۰

چین بیا له امریکا وغوښتل، چې پر افغانستان فشارونه ختم کړي

یکشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۷
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي یو ځل بیا له امریکا غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل فشارونه ختم کړي.
چین بیا له امریکا وغوښتل، چې پر افغانستان فشارونه ختم کړي
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي یو ځل بیا له امریکا غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل فشارونه ختم کړي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ویلي چې د امریکا یو اړخیز بندیزونه به د افغانستان راتلونکې ته خطرونه جوړ کړي.
 
هغه یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د دغه هېواد اقتصادي فعالیتونه دې نه ځنډوي.
 
چین تر دې وړاندې هم د امریکا اقدام ظالمانه بللی دی او په خبره یې امریکا په دې توګه غواړي د افغانستان اقتصاد فلج کړي.
 
چین پر امریکا نیوکه کوي چې په افغانستان کې یې شل کلن ماموریت ناسم و او تر څنګ یې اوسنی اقدام چې د افغانانو شتمني یې کنګل کړې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بلل کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي