۰

پاکستان یو بیا له افغانستان د ډبرو سکرو پر وارداتو ټینګار کړی

یکشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۵
پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له افغانستان د ډبرو سکرو پر وارداتو ټینګار کړی دی.
پاکستان یو بیا له افغانستان د ډبرو سکرو پر وارداتو ټینګار کړی
پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له افغانستان د ډبرو سکرو پر وارداتو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر خواجه سعد رفیق د دغه هېواد له سوداګرو سره په یوه ګډه غونډه کې له دوی غوښتي چې له افغانستان د ډبرو سکرو صادرات ډېر کړي.

نوموړي ویلي، دوی د خپلې انرژۍ د تامین لپاره د ډبرو سکرو وارداتو ته اړتیا لري، نو ځکه به د دغه بهر د چټکتیا لپاره اړین ګامونه اوچت کړي.

خواجه رفیق له پاکستانیو اداراتو غوښتي چې د تګ راتګ لارې جوړې کړي، موټر چلوونکو ته اسانتیا برابره کړي او سوداګرو ته د وارداتو د چټکتیا زمینه جوړه کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریک هم په یوه اقتصادي غونډه کې له افغانستلانه د ډبرو سکرو د وارداتو پر زیاتولو ټینګار کړی وو.

هغه دا هم ویلي و، چې د ډبرو سکاره باید له افغانستان څخه د ډالرو پر ځای په کلدارو واخستل شي.

د شهباز شریف په وینا له افغانستان د ډبرو سکرو په واردولو سره پاکستان د کابل ۲.۲ میلیارد ډالر ګته تر لاسه کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي