۰

اختر کې به برېښنا عادي حالت ته راوګرځي

چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۸
د افغانستان برېښنا شرکت، د برېښنا د پرچاویو د زیاتېدو ستونزو مني، خو وايي په اختر کې به برېښنا خپل نورمال حالت ته راوګرځي.
اختر کې به برېښنا عادي حالت ته راوګرځي
د افغانستان برېښنا شرکت، د برېښنا د پرچاویو د زیاتېدو ستونزو مني، خو وايي په اختر کې به برېښنا خپل نورمال حالت ته راوګرځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اوړي په موسم کې د هوا په تودېدو سره برېښنا ته د خلکو تقاضا کچه لوړيږي او په سیستم کې شته وارداتي برېښنا او کورنۍ تولیدي برېښنا په ۲۴ساعته ډول د برېښنا خدماتو بشپړتیا ته بسنه نه کوي.

برېښنا شرکت زیاته کړې، دوی اړ دي چې د پرچاويو په تطبیق سره په منظم ډول ټولو ساحو ته برېښنا وویشي.

خو په وینا یې په وروستۍ ناسته کې د شوې پرېکړې له مخې به سر له سبا ورځې بیا د اختر تر وروستیو پورې برېښنا نورمال حالت ته را وګرځي او پرچاوۍ به تر ټولو کمې کچې ته راټېټې شي.

شرکت دا هم ویلي، چې په تېرو کلونو کې به د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د کابل سیند مسیر کې د نغلو، سروبي او ماهیپر درې ګونو فابریکو له ۱۰۰مېګاواټو زیاته برېښنا تولیدوله.
 
خو اوس د اوبو د کمښت له امله دا کچه ۲۰مېګاواټو ته راښکته شوې او د برېښنا سیستم کې یې پر عمومي ویشل کېدونکې برېښنا پراخ يې اغېز کړی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي