۰

ازبکستان: د افغانستان له خاورې راکېتونه راغلي دي

چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۵
ازبکستان ادعا کړې، چې د افغانستان له لوري پنځه توغندي د دوی پر خاوره ویشتل شوي، خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتي.
ازبکستان: د افغانستان له خاورې راکېتونه راغلي دي
ازبکستان ادعا کړې، چې د افغانستان له لوري پنځه توغندي د دوی پر خاوره ویشتل شوي، خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه توغندي پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۴ مه د دې هېواد په جنوب ختیځ کې پر یوه سرحدي ښار ګوټي ویشتل شوي دي.

د سرچینې په وینا دغه توغندي پر ترمز ښار کې لګېدلي او یوازې څلورو کورونو ته یې یو څه زیان اړولی دی.

دې وزارت ویلي چې چارواکي له افغان لوري سره د دې پېښې په اړه څېړنه کوي چې علت یې معلوم کړي.

راپورونه وايي، له دغې پېښې وروسته د ازبکستان جنګي الوتکې پورته شوې، خود ازبکستان چارواکو رسماً څه نه ‌دي ویلي.

چارواکو دغه راز د هغې یوې ویډیو په اړه چې په ‌کې زیانمن شوي کورونه ښکاري، هم څه نه ‌دي ویلي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

په تېره اپریل میاشت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ادعا کړې وه چې پر ازبکستان یې څو توغندي ایشتلي دي خو هغه مهال د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا ناسمه وبلله.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي